پل علم کې ښوونکو ته د استوګنو نومرو وېش پیل شو

د لوګر په مرکز پل علم کې د ښوونکو ښارګوټی د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً پرانېستل شو. یاد ښارګوټی د استوګنې شاوخوا ۱۰۰۰ نومرې لري، چې یواځې د پل علم ښوونکو ته به په کې د کورونو د جوړولو لپاره ورکړل شي.
د لوګر د پوهنې مسوولینو په وینا، چې دغه ښارګوټی د پل علم ښار شمال لویدیځ خواته د شیر وازې په سیمه کې دولتي پوهنتون ته نږدې موقعیت لري او شاوخوا ۳۵۰ جریبه دولتي ځمکه ورته ځانګړې شوې ده. دوی ډاډ ورکوي، چې په ښارګوټي کې ښوونکو ته د نومرو د وېش لړۍ شفافه ده او ټولو مستحقو ښوونکو ته به د ټاکل شوي کمېسیون له خوا د کورونو نومرې ووېشل شي. 
تر دې مخکې د لوګر د محمدآغې، خوښۍ او بره کي برک ولسوالیو د ښوونکو ښارګوټي پرانیستل شوي، چې ډېرو ښوونکو د ځانونو لپاره پکې کورونه هم جوړ کړي دي. 
د یاد ښارګوټي د پرانېستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د لوګر والي محمد انور اسحاق زي، د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزي، د پوهنې رییس عبدالوکیل کلیوال او ښوونکو برخه لرله. 
د یادولو وړ ده، چې په راتلونکي نوي کال کې به ددې ولایت د ازرې، څرخ او خروار ولسوالیو د ښوونکو د ښارګوټیو مقدماتي کارونه هم پیل شي.