د کاپیسا او پروان ولایتونو ښوونکو ته د ظرفیت لوړولو سیمینار جوړ شو

د کاپیسا او پروان ولایتونو د ساینسي مضامینو ښوونکو ته ۳۰ ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. په جوړ شوي سیمینار کې د یادو دوو ولایتونو د اړوندو ۲۰ ښوونځیو ۲۴۰ ښوونکي برخه لري، چې د نویو او وروستیو تدریسي مېتودنو او لارو چارو په اړه به روزنه ورکړل شي. 
د ښوونکو د روزنې دغه سیمینار د کاپیسا ولایت د محمود راقي ښار د هلکانو په نمونوي عالي لېسه کې د "اریپ" موسسې په مالي مرسته جوړ شوی، چې تخنیکي او تدریسي چارې یې د ساینس مرکز د علمي غړو لخوا پرمخ وړل کېږي. 
د کاپیسا د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو آمر محمد جان صادقي د ښوونکو لپاره د ورته روزنیزو پروګرامونو جوړول د هغوی د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې په برخه کې خورا ګټور وبلل او له ګډونوالو ښوونکو یې وغوښتل، چې له دې یو میاشتني فرصت څخه پوره ګټه واخلي. 
د یادونې وړ ده، چې یاد سیمینار د لیندۍ پر ۲۴ مه نېټه پیل او د مرغومې تر ۲۴ مې دوام کوي.