له الفتح عالي دارالعلوم څخه ۲۱ تنه فارغ شول

د میدان وردګو ولایت د مرکز میدانښار اړوند له الفتح عالي دارالعلوم څخه ۲۱ تنه طالب العلمان فارغ شول. 
د یاد دارالعلوم آمر عزیزالرحمن رحماني فارغو شویو زده کوونکو او د هغوی کورنیو ته د فراغت مبارکي وویله او هیله یې وښوده، چې فارغ شوي زده کوونکي به د ټولنې او خلکو د خدمت جوګه شي.
د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک هم زده کوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ د دیني زده کړو په برخه کې د یاد دارالعلوم هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې شته ستونزې او مشکلات به یې له اړوندو چارواکو سره شریک کړي. 
د غونډې په پای کې پر فارغو شویو زده کوونکو د پوهنې د مسوولینو له لوري بری لیکونه هم ووېشل شول.