لوګرکې د نجونو دوه ښوونځي بیا ورغول شول

د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د نجونو د دوو ښوونځیو د بیا رغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
په دغو رغول شویو ښوونځیو کې د خوښۍ د نجونو لېسې او د خواجه لغوي د نجونو د لومړني ښوونځي ودانۍ شاملې دي. 
یاد ښوونځي د پوهنې وزارت له بودیجې بیا رغول شوي، چې څه باندې ۱،۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی. 
د ښوونځیو په بیا رغولو سره د شاوخوا ۱۱۱۹ زده کوونکو هغه ستونزې حل شوې، چې له دې مخکې یې د ودانۍ د خرابوالي له امله درلودلې. 
د خوښۍ د نجونو لېسه ۸۸۴ زده کوونکې او د خواجه لغوي د نجونو لومړنی ښوونځی ۲۳۵ زده کوونکې لري. 
له دې مخکې د لوګر د یوه ښوونځي د احاطې دېوال د جوړولو او د درېیو نورو ښوونځیو د بیارغاونې چارې هم بشپړې شوې دي. 
دا مهال د لوګر ۱۵ نور ښوونځي هم د بیا رغولو په حال کې دي، چې یوه اونۍ وروسته به ګټې اخیستنې ته چمتو شي. 
د یادونې وړده، چې پوهنې وزارت تېر کال هم د خپلې پرمختیایي بودېجې له لارې د لوګر ۲۶ ښوونځي بیا رغولي وو.