د ښوونیزو خدمتونو د ښه والي په موخه د پوهنې وزارت او یونیسف موسسې د کلني پلان د بیاکتنې ورکشاپ جوړ شو

پوهنې وزارت – کابل: د ښوونیز خدمتونو د ښه والي او د راتلونکي ۲۰۱۹ میلادي کال د ګډو کاري پروګرامونو د جوړېدو په موخه د پوهنې وزارت او یونیسف موسسې د کلني پلان د بیاکتنې او ارزونې ورکشاپ د پوهنې د سرپرست وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي او د یونیسف موسسې د استازې ادیل خضر په ګډون جوړ شو. 
په دغه درې ورځني ورکشاپ کې، چې د ټولو ولایتونو د پوهنې رییسان پکې ګډون لري، پوهنې وزارت او یونیسف موسسه د ۲۰۱۸ کال ګډ کاري پلان له بېلابېلو اړخو تر بررسۍ او ارزونې لاندې نیسي او د راتلونکي میلادي کال د کاري پلان په اړه بحث او خبرې اترې کوي.
د پوهنې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي ورکشاپ ته د خپلې وینا په ترڅ کې د ټینګار وکړ، چې په راتلونکي ښوونیز کال کې به د ولایتونو د پوهنې وضعیت او د ښوونیزو خدمتونو ښه والي ته جدي پاملرنه کوي. ښاغلي بلخي په راتلونکي کال کې د ولایتونو د پوهنې ریاستونو ته د یو شمېر واکونو د لېږد خبره هم وکړه. 
ډاکټر بلخي خپلو ولایتي سفرونو ته په اشارې سره وویل، چې غواړي له نژدې په ولایتونو کې د پوهنې پر وړاندې شته ستونزې او خنډونه په دقیق ډول په نښه او د حل په برخه کې د ولسي خلکو ملاتړ را جلب کړي. 
په افغانستان کې د یونیسف موسسې استازې مېرمن ادیل خضر د خپلو خبرو په ترڅ کې د ماشومانو ښوونې او روزنې ته پاملرنه د یادې موسسې له مهمو او بنسټیزو لومړیتوبونو یاده کړه. آغلې خضر په افغاني ټولنه کې د نجونو زده کړه یو له تغییر راوستونکو موضوعاتو وګڼله او ټینګار یې وکړ، چې باید په ۲۰۱۹ کال کې ورته جدي پاملرنه وشي. 
د یاد درې ورځني ورکشاپ پر دوام د یونیسف موسسې مسوولین او د پوهنې ولایتي رییسان د ۲۰۱۸ کال د پلي شوي کاري پلان پر څرنګوالي او د راتلونکي ۲۰۱۹ کال د ګډ کاري پلان د موثر پلي کېدو په اړه بحث او خبرې اترې کوي.