د پوهنې وزارت د سرپرست او یونیسف موسسې د استازې ترمنځ لیدنه کې پر ګډو همکاریو ټینګار وشو

پوهنې وزارت – کابل: د پوهنې سرپرست وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي په افغانستان کې د یونیسف موسسې له استازی ادیل خضر سره ولیدل او د پوهنې د ودې او پرمختک په تړاو یې د راتلونکي میلادي کال د دوه اړخیزو پلانونو په اړه خبرې وکړې. 
په دغه لیدنه کې چې نن په پوهنې وزارت کې ترسره شوه، ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي د پوهنې په وده او پرمختګ کې د یونیسف رول مهم وباله او د یادې ادارې د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ. 
د پوهنې وزارت سرپرست له ښوونځي د لرې پاتې ۳،۷ میلیون ماشومانو او له ایران او پاکستانه د راستنو شویو کډوالو ماشومانو لپاره د زده کړو د اسانتیاو پر برابرولو هم ټینګار وکړ او په دې برخه کې د نړیوالو همکارانو د ګډې همکارۍ غوښتونکی شو. 
ډاکټر بلخي په دې لیدنه کې یادونه وکړه، چې د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) له رییس لورنس هارت سره یې په وروستۍ لیدنه کې له ښوونځي د لرې پاتې او راستنو شویو کډوالو ماشومانو د زده کړو په تړاو هم خبرې اتري کړي دي. 
په دې کتنه کې دغه راز د دواړو لوریو ترمنځ د ګډو همکاریو پر دوام او په بېلابېلو برخو له هغې ډلې ښوونځيو ته د نویو ودانیو پر جوړولو، د نجونو له زده کړو د ملاتړ او نورو اړوندو برخو کې د پلانونو د موثر پلي کېدو په تړاو هم بحث او خبرې وشوې. 
د یونیسف موسسې استازې ادیل خضر په یاده لیدنه کې له پوهنې وزارت سره د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او په افغانستان کې د معارف پر ودې او پیاوړتیا او زده کړو ته د ټولو ماشومانو پر لاسرسي ټینګار وکړ. مېرمن خضر یادونه وکړه، چې یونیسف هڅه کوي په افغانستان کې د ماشومانو د زده کړو د ملاتړ هېڅ فرصت له لاسه ورنکړي.