پکتیا ته د پوهنې د سرپرست وزیر بریالی سفر

د پوهنې وزارت سرپرست ښاغلی ډاکټر محمد میرویس بلخي د پکتیا ولایت د پوهنې وضعیت د ارزونې او یو شمېر تعلیمي پروژو د پیل په موخه دغه ولایت ته ولاړ. 
د پوهنې سرپرست وزیر د خپل دې یو ورځني سفر په ترڅ کې د پکتیا له سیمه ییزو چارواکو، د پوهنې له مسوولینو، ښوونکو، زده کوونکو او قومي مشرانو سره ولیدل او د یاد ولایت د پوهنې روان بهیر بېلابېل اړخونه یې له نژدې وارزول. 
ددغه سفر په لړ کې د پوهنې وزارت د مشرتابه له لوري ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د نجونو د ۱۱ ښوونځیو د نویو ودانیو د جوړېدو چارې پیل شوې. ددې ترڅنګ ښاغلي بلخي د ګردېز په حلیمه خزان عالي لېسه کې د کلنیو آزموینو بهیر له نژدې وڅاره او د یاد ولایت له اسلامي دارالعلوم څخه یې هم لیدنه وکړه. 
ښاغلي بلخي د پکتیا له قومي مشرانو او معارف دوسته خلکو سره په یوه جلا لیدنه کې د ښوونکو د معیشتي ژوند د ښه والي او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې د پوهنې وزارت د مهمو پروګرامونه په اړه مالومات ورکړل. نوموړي د ښوونکو د معاشونو لوړېدل او د هغوی لپاره د سرپناه برابرول یې ددې وزارت له مهمو لومړیتوبونو یاد کړل او د هغو پر ژر پلي کېدو ټینګار وکړ. 
د پوهنې وزارت مشرتابه د ښوونکو لپاره د پور ورکړې صندوق پرانېستل او ولسمشرۍ ماڼۍ ته د ښوونکو د سرپناه د استطاعت وړ طرحې وړاندې کول د ښوونکو د ستونزو د حل په برخه کې د پوهنې وزارت هغه دوه مهم ګامونه یاد کړل، چې د ټول هېواد د ښوونکو لپاره اخیستل شوي دي. 
ښاغلي بلخي یادونه وکړه، چې د ښوونکو لپاره د سرپناه د برابرېدو طرحه یې ولسمشر ته استولې، چې پر بنسټ به یې د ښوونکو ښارګوټي او کورنه د اوږد مهاله پورونو له لارې د ښار جوړونې وزارت له لوري جوړ شي. 
د پوهنې سرپرست وزیر د تعلیمي نصاب د بیا کتنې او ارزونې خبر هم ورکړ او یادونه یې وکړه، چې د ملي وحدت، ملت جوړونې، جندر او یو شمېر نورو مهمو مسایلو ته به پکې جدي پاملرنه وشي.
د ښاغلي بلخي په خبره، چې په راتلونکي ښوونیز کال کې به ۴۹،۷ میلیون ټوکه درسي کتابونه چاپ او په ټول هېواد کې به پر زده کوونکو ووېشل شي. د یادو کتابونو له ډلې ۱۲ میلیونه هغه یې د کورنیو مطبوعو د پیاوړتیا په موخه په کور دننه چاپېږي.
د پوهنې سرپرست وزیر په یاده غونډه کې خلکو ته د وینا پرمهال له هغوی وغوښتل، چې په دې ولایت کې د پوهنې وزارت د پروګرامونو عملي کېدو ته زمینه برابره کړي او د یوې ښې راتلونکې په موخه خپل اولادونه په ځانګړي ډول نجونې ښوونځيو ته واستوي. 
د پکتیا د پوهنې رییس کوچي ځاځي په دغه غونډه کې د خبرو پرمهال د ولسونو له همکارۍ یادونه وکړه زیاته یې کړه، روان کال د پکتیا د خلکو له لوري له معارف سره ۲۴ میلیونه افغانۍ ولسي مرسته شوې، چې په بېلابېلو برخو کې لګول شوې ده. 
پکتیا ته د پوهنې وزارت د مشرتابه د سفر په ترڅ کې ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۱۱ بابه ښوونځيو د بنسټ ډبرې هم کېښودل شوې. ښاغلي بلخي د یادو ښوونځيو د بنسټ ډبرې ایښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې ددغو ښوونځيو پر جوړېډو شاوخوا ۱۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د پوهنې وزارت له پرمختیايي بودیجې ورکول کېږي.
د پوهنې وزارت سرپرست د پکتیا له اسلامي دارالعلوم څخه لیدنه وکړه او د عصري زده کړو ترڅنګ یې د دیني زده کړو پر اهمیت خورا ټینګار وکړ. ښاغلي بلخي د یاد دارالعلوم زده کوونکو ته په خپلو خبرو کې یادونه وکړه، چې پوهنې وزارت د عصري زده کړو په خوا کې د دیني زده کړو ودې او پیاوړتیا ته جدي پاملرنه کوي. 

د پکتیا په اسلامي دارالعلوم کې د څلورو ولایتونو (خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر) ۱۴۰۰ نجونې او هلکان پر دیني زده کړو بوخت دي.
په دې لیدنه کې د یاد دارالعلوم ښوونکو او زده کوونکو خپلې ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې، چې د حل په موخه یې مسوولو چارواکو ته لازمې سپارښتنې وشوې. 

د پوهنې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي تر دې وړاندې هم یو شمېر ولایتونو ته د پوهنې وضعیت د ارزونې په موخه کاري سفرونه کړي او په پام کې لري، چې د هېواد ټولو ولایتونو ته ددغو سفرونو لړۍ وغځوي.