د توبریان لیسې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شو

د هرات د انجیل ولسوالۍ اړوند د توبریان لېسې د نوې ودانۍ د جوړوېدو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې. یاد ښوونځي ته د (ان.آر.سي) موسسې په مالي مرسته نوې ودانۍ جوړېږي، چې شاوخوا ۳ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. 
د ښوونځي نوې ودانۍ، چې رغنیزې چارې به یې د پوهنې وزارت د انجنیري ټیم لخوا پرمخ یوړل شي ۵ درسي ټولګي، اداري خونې او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې به ولري. 
د هرات د پوهنې ریاست مرستیال ډاکټر خلیل موید په یاد ولایت کې د زده کوونکو لپاره د مناسبت درسي چاپېریال نشتون لویه ستونزه یاده کړه او د یادې مرسته کوونکې موسسې څخه د مننې ترڅنګ یې له نورو ورته ادارو وغوښتل، چې د ښوونځيو لپاره د ودانیو په جوړولو کې له دوی سره مرسته وکړي. 
د یادولو وړ ده، چې د توبریان ښوونځي د نوي ودانۍ له پرانېستو سره به شاوخوا ۱۲۰۰ نجونو او هلکانو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شي.