لوګر کې د هلکانو یوه لېسه بیا ورغول شوه

د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د عبدالملک عبدالرحیم زي خان د هلکانو لېسې ودانۍ د بیا رغونې کار بشپړ شو. د یادې لېسې پر بیا رغېدو شاوخوا ۷۵۹۹۱۰ افغانۍ لګښت راغلی، چې د پوهنې وزارت له پرمختیایي بودیجې ورکړل شوي دي. 
دغه لېسه پر ۱۳۸۳ لمریز کال کې تاسیس شوی، چې دا مهال له لومړي تر دولسم ټولګي پورې شاوخوا ۶۰۰ زده کوونکي لري. 
د عبدالملک عبدالرحیم زي خان د لېسې ښوونکي او زده کوونکي د ښوونځي پر بیا رغېدو خوښي څرګندوي او وایي، چې دوی تر دې وړاندې له ډېرو ستونزو سره مخ وو.
د یادونې وړده، چې په لوګر کې دا مهال د ۱۹ نورو ښوونځیو ودانۍ تر بیا رغونې لاندې دي، چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته چمتو شي.