"چشم قلندر" لیسې ته نوې ودانې جوړه شو

د بدخشان ولایت په درایم ولسوالۍ کې د آلمان پرمختیايي بانک (KFW) په مالي مرسته د چشم قلندر لیسې ته نوې ودانۍ جوړه او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. 
د ودانۍ د پرانېستې په تړاو جوړه شوې غونده کې د بدخشان د پوهنې رییس روح الله محقق د معارف له نړیوالو ملاتړو د مننې ترڅنګ له هغوی وغوښتل، چې ددې ولایت په لرې پرتو سېمو کې هغو ښوونځيو ته چې لا هم ودانۍ نلري، مناسب ښوونیز چاپېریال برابر کړي. 
د یادولو وړه ده، چې د یاد ښونځي نوې ودانۍ د ۲۵۳ زره یورو په ټولیز لګښت د آلمان د پرمختیايي بانک په مالي مرسته چې د سیمه ییزې پرمختیا وجهي صندوق(RIDF) له لوري تطبیق شوي، جوړه شوې ده.