د کار نړیوال سازمان له پوهنې وزارت سره د ګډو طرحو د عملي کولو چمتوالی وښود

پوهنې وزارت – کابل: د پوهنې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي د کار نړیوال سازمان (ILO) له استازي منظور خالق سره په لیدنه کې د پوهنې وزارت او یاد سازمان په ګډو طرحو خبرې اترې وکړي.
په دغه کتنه کې چې په پوهنې وزارت کې ترسره شوه دواړو لوریو د افغانستان د پوهنې نظام په وده او پیاوړتیا کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ. 
ښاغلي بلخي په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان د نویو طرحو له عملي کېدو خوښي وښوده او د هغو د پلي کېدو پر څرنګوالي یې د یاد سازمان له استازي سره بحث او خبرې اترې وکړې. 
د کار نړیوال سازمان استازي منظور خالق په دې لیدنه کې په افغانستان کې د غیر رسمي زده کړو او د ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړنې ټرینګونو د جوړولو له لارې د معارف په وده او پیاوړتیا کې د خپلو طرحو او پروګرامونو په اړه مالومات ورکړل او په یادو دواړو برخو کې د پوهنې وزارت د همکارۍ غوښتونکی شو. 
د کار نړیوال سازمان استازي دغه راز په افغانستان کې د علم او پوهې کچې د لوړوالي له امله خوښي وښوده او له پوهنې وزارت سره یې په نورو بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو ژمنه وکړه.