ډاکټر بلخي: د سیمه ییزو مکانیزمونو پرمټ دې میرمنې د پوهنې په پراختیا کې مرسته وکړي

پوهنې وزارت – کابل: د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي د بامیانو ولایت د جندر کمېټې د رهبرۍ کمېټې له غړو سره په لیدنه کې له هغوی وغوښتل، چې په ولایتونو کې د سیمه ییزو مکانیزمونو د رامنځ ته کېدو پر مټ دې د معارف له ودې او پیاوړتیا سره مرسته او همکاري وکړي.

په یاده لیدنه کې د پوهنې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي په بامیانو کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزې د هواري او په راتلونکي ۱۳۹۸ ښوونیز کال کې د یاد ولایت د مېرمنو لپاره د سواد زده کړو کورسونو له جوړېډو خبر ورکړ. 
ښاغلي بلخي وړاندې یادونه وکړه، چې له زده کړو بې برخې شاوخوا ۳،۷ میلیونه ماشومانو ته چې ډېری یې نجونې دي د زده کړو د اسانتیاو د برابرولو په برخه کې جدي هلې ځلې کوي. د پوهنې وزارت سرپرست دغه راز د یاد ولایت د پوهنې اړوندو ستونزو پر حل هم ټینګار وکړ. 


د بامیانو ولایت د جندر کمېټې غړو په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د ښځو چارو کې د پوهنې وزارت له کړنو خوښي وښوده او د یاد ولایت د پوهنې اړوندې ستونزې یې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې. هغوی د یاد ولایت د مېرمنو لپاره د سواد زده کړو کورسونو جوړول خورا اړین وبلل اوترڅنګ یې د زده کوونکو لپاره د مناسب ښوونیز چاپېریال پر برابرولو او د پوهنې په چارو کې د مېرمنو رول پر ډېر والي هم ټینګار وکړ. 

د یادولو وړ ده، چې د بامیانو ولایت د جندر کمېټې په ۲۰۱۶ کال کې په یاد ولایت کې فعالیت پیل کړ او هڅه کوي، چې په ټولنه کې د ښځو مقام له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.