لوګرکې د نجونو سوځول شوی ښوونځی بیا ورغول شو

د لوګر مرکز اړوند د ابراهیم خان کلا د نجونو منځني ښوونځي ودانۍ، چې څو کاله مخکې ناپېژاندو کسانو سوځولې وه بېرته ورغول شوه.
د یاد ښوونځي پر بیا رغېدو شاوخوا پنځه سوه زره افغانۍ لګښت راغلی، چې د پوهنې وزارت له پرمختیایي بودیجې ورکړل شوي دي. 
دغه ښوونځي له لومړي تر نهم ټولګي پورې ۴۹۴ زده کوونکې لري، چې اوسمهال په کلنۍ آزموینو بوختې دي. 
د لوګر د پوهنې رییس عبدالوکیل کلیوال د یاد ښوونځي پر بیا رغېدلو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې په دې کار سره به د نوموړي ښوونځي د زده کوونکو په شمېر کې ډېروالی راشي. 
د یادونې وړده، چې په لوګر کې دا مهال د ۲۰ نورو ښوونځیو ودانۍ تر بیا رغاونې لاندې دي، چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.