هرات کې دوه بابه ښوونځيو ته ۲۴ صنفي ودانۍ ودانۍ جوړېږي

د هرات ولایت د بابا زنګي عطا او اماني ښوونځيو د نویو ودانیو د جوړېدو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې. یادو ښوونځيو ته د ۴۵۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت د هندوستان هېواد او فرید خیریه بنسټ له لوري نوې ۲۴ صنفي ودانۍ جوړېږي. 
د هرات د پوهنې رییس روح الله ازهد د یادو ودانیو د بنسټ ډبرې ایښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې ددې ولایت د زده کوونکو لپاره د مناسب ښوونیز چاپېریال پر برابرولو ټینګار وکړ. ښاغلي ازهد د خوندي درسي چاپېریال نشتون د هرات د ښوونیز نظام پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه وبلله او یادونه یې وکړه، چې د ۱۲۰۰ موجودو ښوونځیو له ډلې ۲۳۶ هغه یې ودانۍ نلري او زده کوونکي یې په آزاده فضا او خیمو کې خپلو زده کړې کوي. 
نوموړي یادو دو ښوونځيو ته د نویو او عصري ودانیو د جوړېډو له امله له هندوستان هېواد او فرید خیریه بنسټ څخه مننه او قدرداني وکړه.
ددغو ښوونځيو د بنسټ ډبرې ایښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې وزارت د سواد زده کړو مرستیال ډاکټر سردار محمد رحیمي، د هرات د پوهنې ریاست مسوولینو، د ولسي جرګې غړې ناهید فرید، د فرید خیریه بنسټ مشر، د هرات د ټولنیزو چارو مرستیال والي او یو شمېر نورو چارواکو برخه اخیستې وه. 
د یادولو وړ ده، چې د بابا زنګي عطا ښوونځي کې ۶۵۰۰ زده کوونکي او اماني ښوونځي کې ۴ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې د نویو ودانیو له جوړېدو سره به ورته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شي.