د چپرهار ولسوالۍ له ښوونځيو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

د ننګرهار د پوهنې ریاست په هڅونه د چپرهار ولسوالۍ د محصلینو علمي او ټولنیزې ټولنې ددې ولسوالۍ له ښوونځیو سره د اړینو توکو مرسته وکړه.
ددې ټولنې غړو له ولسي امکاناتو د چپرهار ښوونځیو سره د ۴۰۰ سطرنجیو، ۱۰۰ تختو او ۱۲ کارتنه تباشیر مرسته وکړه. په هغه غون‌‌‌‌‌‌ډه کې چې ددې توکو د ویش موخه جوړه شوې وه، دچپرهار ولسوالۍ د محصلینو ټولنې مشر عبدالرحمان الفت د ټولنې له غړو او ولس مننه وکړه، چې ددې توکو په چمتو کولو کې یې مرسته کړې. الفت ډاډ ورکړ، چې په راتلونکې کې به هم د ورته مرستو په موخه د ولس ملاتړ تر لاسه او د ښوونځیو ستونزی هوارې کړي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست دا ‌‌‌‌‌‌ډول مرستو قدردانی او ستاینه کوي او د پوهنېز بهیر په څارنه او ملاتړ کې د ننګرهار له علم پروره ولس د لا ‌‌‌‌‌‌ډیرو همکاریو غوښونکی دی.