د جلال آباد ښار په الایي لېسه کې د یوې دوه پوړیزې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې

د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست په هڅونه د جلال آباد ښار په الایي لیسه کې د ولسي شورا په مرسته د یوې دوه پوړیزې ودانۍ د جوړیدو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د څوارلسو خونو لرونکې دغه دوه پوړیزه ودانۍ د بنسټ ‌ډبرې ایښودو پرمهال د پوهنې ريیس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې د الایې لیسې د نژدې سیمو د استوګنو له شورا مننه وکړه، چې دپوهنې ریاست په هڅونه یې د خیر دې کار ته اوږه ورکړه.
دپوهنې ريیس وویل، له پوهنې سره د ولسونو مرسته د هېواد د بچیانو له ښې راتلونکې سره مرسته ده. ښاغلي شینواري ډاډ ورکړ، چې د پوهنې ریاست تخنیکي ټیم به د ولسي شورا له استازو سره د ودانۍ په جوړولو او څارنه کې فعاله ونډه ولري. د ننګرهار د پوهنې ريیس دغه راز وویل چې د الایې لیسې د ولسي شورا دا نوښت به د نورو لیسو له ورته شورا ګانو سره هم شریک کړي.
دالایي لیسې د ولسي شورا په استازیتوب محمد ظاهر وویل، دوی دا مرسته له معارف سره نه بلکې له خپلو اولادونو سره وکړه. نوموړي زیاته کړه، موږ ولیدل چې د الایی لیسی زیات شمیر زده کوونکي د درسي خونو د کمښت له امله په ازاده هوا کې زده کړه کوي او د زده کړو لپاره خوندي چاپيریال نه لري. دهغه په خبره، چې له همدې امله یې دا ستونزه له خپل ولس شره شریکه کړه، او ټولو په ګډه پریکړه کړې، چې په خپل لګښت به دغو زده کوونکو ته درسي خونې برابره وي.