د پوهنې سرپرست وزیر د خواجه عبدالله انصاري لېسې د آزموینې بهیر له نژدې وکوت

پوهنې وزارت – کابل: د پوهنې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي نن د کابل ښار د خواجه عبدالله انصاري ښوونځي ته ولاړ او د کلنیو آزموینو بهیر یې له نژدې وڅاره. ښاغلي بلخي په دې لیدنه کې د آزموینې بهیر د لیدو ترڅنګ د یاد ښوونځي ستونزې او مشکلات هم له نژدې واورېدل.
د پوهنې سرپرست وزیر د ښوونځي له ټولو زده کوونکو سره یو په یو خبرې وکړې، زده کړې او مطالعې ته د زده کوونکو د هڅونې ترڅنګ د هېواد په راتلونکې کې د هغوی پر مهم رول هم ټینګار وکړ.  
ښاغلي بلخي دغه راز د یاد ښوونځي د ښوونکو ستونزې هم له نژدې واورېدې او ژمنه یې وکړه، چې ستونزې به یې حل او رسېدنه به ورته کوي.
د یادولو وړ ده، چې د کابل ښار د خواجه عبدالله انصاري لېسه کې ۲ زره او ۴۸۳ زده کوونکي د ۶۹ ښوونکو له لوري، چې له ډلې یې ۳۳ هغه مېرمنې دي؛ پر زده کړو بوخت دي.