یکاولنګ کې د دوه بابه ښوونځيو نوې ودانۍ پرانېستل شوې

د بامیانو ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د "شرشري" او "کنک" ښوونځيو نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. 
د یادو ښوونځيو د پرانېستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د بامیانو پوهنې رییس محمد ایوب آروین وویل، چې د شرشري ښوونځي ته د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت له دولتي بودیجې او د کنک ښوونځي ته بیا د سویډن کمېټې په مالي مرسته د ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت نوې ودانۍ جوړې شوې دي. 
د بامیانو والي محمد طاهر زهیر هم د یاد ښوونځيو د پرانېستې مراسمو کې په دې ولایت کې د تعلیمي فرصتونو پر پراختیا او د ښوونې او روزنې پر کیفیي ودې ټینګار وکړ.
د یادولو وړ ده، چې روان کال په بامیانو کې ۱۲ بنسټیزې ساختماني پروژې او ۶۹ د ښوونځيو د ودانیو ترمیماتي پروژې بشپړې شوي دي. دغه راز د دو ښوونځيو د جوړېدو او د ۲۴ نورو هغو د احاطو، تشنابونو او د نورو اړتیا وړ توکو د پوره کېدو پروژې تر تدارکاتي مراحلو لاندې دي.