د چهاردهي منځني ښوونځي ته درې پوړیزه ودانۍ جوړېږي

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د چهاردهي منځني ښوونځي د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې د والي ښاغلي محمد آصف ننګ، د پوهنې رییس عبدالله حمیدي او یو شمېر نورو سیمه ییزو چاروکو لخوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې. 
د لغمان د پوهنې رییس عبدالله حمیدي وايي، چې یاد ښوونځي ته په پنځه جریبه ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول نوې درې پوړیزه ودانۍ جوړېږي، چې څه باندې ۴۱ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. دغه پیسې د پوهنې وزارت له پرمختیايي بودیجې څخه ورکول کېږي.
ښاغلی حمیدي زیاتوي، یاده ودانۍ به ۳۰ تدریسي او اداري خونې، ۴۳۴ متره د احاطې دېوال، د اوبو څښلو څاه، سولر سیستم، د ۶۰۰ زده کوونکو لپاره دوه کسیزه مېز – څوکۍ، ۱۰ تشنابونه او نورې اړوندې ټولې ښوونيزې آسانتیاوې ولري. 
د لغمان والي ښاغلي محمد آصف ننګ د خپلو خبرو په ترڅ کې د علم او پوهې پر ارزښت خبرې وکړې او له اوسني حالته یې د افغان ولس د ژغورنې یوازینۍ لاره علم او پوهه وبلله. ښاغلي ننګ د ښوونیزو مرکزونو په ساتلو کې ولسونه همکارۍ ته را وبلل او ژمنه یې وکړه، چې ددې ولایت په تعلیمي نظام کې شته ستونزو ته به رسېدنه کوي او زده کوونکو ته به لازمې آسانتیاوې برابرې کړي. 
د یادولو وړ ده، چې د چهاردهي منځني ښوونځي شاوخوا ۱۵۰۰ زده کوونکي به تر راتلونکي یوه کاله د زده کړو خوندي تدریسي چاپېریال ته لاسرسی ومومي.