ډاکټر بلخي د کابل ولایت د پوهنې اړوندو ستونزو پر حل ټینګار وکړ

پوهنې وزارت – کابل: د پوهنې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي د کابل ولایت له یو شمېر اوسېدونکو او مشرانو سره په لیدنه کې ددې ولایت د پوهنې اړوندو ستونزو او مشکلاتو د حل ژمنه وکړه. 
په دې لیدنه کې د کابل ولایت یادو اوسېدونکو ددې ولایت د معارف اړوندې ستونزې او مشکلات د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریک کړل او د هغو پر حل یې جدي ټینګار وکړ. 
د پوهنې وزارت سرپرست د کابل اوسېدونکو د ستونزو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه، چې یادې ستونزې به په جدي ډول تعقیبوي او د حل لپاره به یې مسوولو چارواکو ته لازمې سپارښتنې وکړي. 
ددې لیدنې په پای کې د کابل ولایت اوسېدونکو د افغانستان د پوهنې نظام د وضعیت د ښه والي یادونه وکړه او په دې برخه کې د پوهنې وزارت د سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي هلې ځلې وستایلې.