ډاکټر محمد میرویس بلخي د خصوصي ښوونځيو د اتحادیې له غړو سره وکتل

پوهنې وزارت – کابل: د پوهنې وزارت د سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي او د خصوصي ښوونځيو د اتحادیې غړو ترمنځ لیدنه کې د یادو ښوونځيو د ستونزو او مشکلاتو او د هغوی د اصولي فعالیتونو په اړه خبرې اترې وشوې. 
په دې لیدنه کې ښاغلي بلخي وویل، چې اقتصادي لید باید پر خصوصي زده کړو حاکم نه وي، ځکه له اقتصادي پلوه معارف ته نظر کول د پوهنې بنسټیز رسالت ته چې ښوونه او روزنه ده، زیان رسوي. 
د پوهنې وزارت سرپرست دغه راز خصوصي ښوونځي د پوهنې وزارت همکار وبلل او له قانوني مجوز سره سم یې د هغوی پر اصولي فعالیتونو ټینګار وکړ. 
د کابل د خصوصي ښوونځيو د اتحادیې مرستیال خان محمد نوري د خصوصي ښوونځيو ستونزو او مشکلاتو ته د پاملرنې او له هغوی سره د همکارۍ له امله د پوهنې له سرپرست وزیر څخه مننه وکړه، ډاډ یې ورکړ چې دغه اتحادیه هڅه کوي په راتلونکي ښوونيز کال کې ټول خصوصي ښوونځي له قانوني جواز سره سم په اصولي ډول د هېواد بچیانو ته د ښوونې او روزنې خدمتونه وړاندې کړي.
د یادولو وړ ده، چې اوسمهال په ټول هېواد کې څه باندې ۱۴ زره خصوصي ښوونځي فعالیت کوي.