تخار کې د معارف اړوند ۷ پروژې پرانېستل شوې

د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د معارف اړوند ۷ بشپړې شوې پروژې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شوې. 
په دغو پروژو کې ۵ ښوونځي، یو دارالعلوم او د لس بابه ښوونځيو د احاطې دېوالونه شامل دي، چې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی. 
د یادو پروژو د پرانېستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د تخار والي ډاکټر فضل الله مجددي، د پوهنې رییس عبدالسمیع ابدیار او یو شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو ګډون کړی وو.