د لوګر د هلکانو ښوونځیو زده کوونکو ته نوی یونیفورم غوره شو

د لوګر د پوهنې ریاست له خلکو سره تر سلا مشورو وروسته د هلکانو ښوونځیو زده کوونکو ته نوی یونیفورم جوړ کړی. 
یاد یونیفورم، چې آبي رنګ لري له لومړي تر دولسم ټولګي پورې ټولو زده کوونکو ته د جامو په بڼه یو شانته انتخاب شوی دی. 
دغه یونیفورم د ښوونځیو له مسوولانو سره تر خبرو اترو وروسته د خلکو او والدینو شورا مشورې ته په کتو غوره شوی دی.

د لوګر د پوهنې رییس عبدالوکیل کلیوال وایي، چې د یادو کالیو رنګ او ډول د ښوونځیو مدیرانو، سرښوونکو، ښوونکو او د زده کوونکو د کورنیو غړو ته وړاندې شوی او دوی منلی دی. 
د پوهنې رییس زیاته کړه، چې د هلکانو په ښوونځیو کې د زده کوونکو یونیفورم جبري دی او ټول زده کوونکي باید یاد یونیفورم د خپلو ځانونو لپاره جوړ کړي. 
نوموړي وویل، چې یاد کار یې د زده کوونکو د پېژندګلوۍ، په ښوونځیو کې د لا ښه نظم راوستلو او ښوونځیو ته د زده کوونکو د ډول ډول جامواغوستلو د مخنیوي په موخه کړی دی. 
هغه د زده کوونکو د کورنیو له غړو غوښتنه وکړه، چې خپلو زامنو ته د یادو کالیو په برابرولو کې مرسته او همکارې وکړي. 
له بل لوري د لوګر د ښوونځیو زده کوونکي د یاد یونیفورم انتخابېدو ته خوښ دي او وایي چې دوی د پوهنې ریاست تر لارښوونې وروسته په خپله خوښ ځانونو ته یادې جامې ګنډلي دي. 
هغوی زیاتوي، چې دوی هره ورځ په یادو جامو ښوونځیو ته ځي، عام خلک یې هرکلی کوي او د دغو جامو په اغوستلو سره د خلکو په منځ کې د زده کوونکو هویت څرګند شوی دی. 
د یادونې وړده، چې له دې مخکې د لوګر د هلکانو ښوونځیو زده کوونکو کوم ځانګړی یونیفورم نه درلود او زده کوونکي به ښوونځیو ته په ډول ډول جامو ورتلل.