لغمان کې د زده کوونکو د ساینسي تجربو نندارتون جوړ شو

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د څلورو ښوونځيو د یو شمېر زده کوونکو د ساینسي مضامینو د علمي تجربو نندارتون جوړ شو. په یاد نندارتون کې د زده کوونکو په لاس بېلابېل جوړ شوي توکي نندارې ته ایښودل شوي دي. 
یاد پروګرام د شهید ډاکتر عبدالله لغماني لېسې په انګړ کې د داریپ موسسې او ساینس مدیریت لخوا جوړ شوی، چې د ډاکتر عبدالله لغماني، مهتر لمک، علي خېلو او هرمل ښوونځیو د زده کوونکو علمي تجربې پکې وړاندې شوي.
د لغمان د پوهنې رییس عبدالله حمیدي د دا ډول نندارتونونو جوړول د زده کوونکو په ذهني او فکري وده کې خورا مهم وبلل او په دې برخه کې یې د هغوی هڅې او کوښښونه وستایل. ښاغلي حمیدي د یاد نندارتون د جوړېدو له امله له داریپ موسسې څخه مننه وکړه او هیله یې وښوده، چې دا ډول علمي تجربې ددې ولایت په نورو ښوونځيو کې هم عملي شي.
د پروګرام په پای کې د یادو څلورو ښوونځيو زده کوونکو، ښوونکو او مدیرانو ته ستاینلیکونه او ډالۍ هم ورکړل شوې.