د میلاد النبي ﷺ په مناسبت د پوهنې د سرپرست وزیر پیغام

د میلاد النبي ﷺ په مناسبت د پوهنې د سرپرست وزیر پیغام
 
خوښ یم، چې د بشریت د ستر لارښود حضرت محمد ﷺ د مبارک میلاد د رارسېدو له امله خپل او د پوهنې وزارت د مشرتابه نېکې هیلې او مبارکۍ ټول اسلامي امت په ځانګړي ډول د افغانستان مومن او مسلمان ولس ته وړاندې کوم. 
د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ﷺ مبارک بعثت د بشري ټولنو لپاره له هدایتونو او برکتونو ډک و او په دې نړۍ کې د ژوندانه د یوه نوي تمدن پیل وګرځېد. هغه و، چې انساني ټولنه یې سمې لارې ته برابره او د یوې داسې ټولنې اساس او بنسټ یې کېښود، چې ورورولي او مساوات پکې د ژوند اصل ګڼل کېږي.
د اسلام د مبارک دین په چوکاټ کې هغه لارښوونې، چې د حضرت محمد ﷺ له بعثت سره د بشر د هدایت لپاره را ولېږل شوې د یوه روښانه مشعل په څېر یې د انسانانو لپاره د ژوندانه تیاره اړخونه روښانه او له امله یې سلګونه میلیونه انسانانو د اسلام مبارک دین غوره او د هغه په رڼا کې نن ژوند کوي.
د اسلام مبارک دین او د حضرت محمد ﷺ بعثت د ډېر شمېر نېکو لارښوونو ترڅنګ علم ته لوړ اهمیت ورکړی دی. د قرانکریم لومړني آیتونه، چې پر حضرت محمد ﷺ نازل شول د علم او زده کړې په اړه وو. د اسلام مبین دین د علم په ترلاسه کولو باندې هېڅ ډول محدودیت نه دی لګولی او د جنسیت په نظر کې نه نیولو سره علم په هر عمر کې فرض ګرځولی دی. 
له همدې امله اړینه ده، چې ددې مبارک مناسبت د رارسېدو له امله د علم او زده کړې اهمیت ته د اسلام له نظره وګورو او له خپل ګران ملت څخه وغواړو، چې دې دیني او اسلامي اصل ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د قرانکریم د مبارکو آیتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې پر ټولو مسلمانانو په ځانګړي ډول پر موږ افغانانو لازمه ده، چې خپل ځانونه د علم او پوهې پر ګاڼه سمبال کړو او د هېواد په وده او پرمختګ کې خپل ملي او دیني دین اداء کړو. 
په پای کې د لوی خدای (ج) درباره ته لاسونه لپه کوم، چې زموږ په هېواد کې سراسري سوله او ثبات راولي، چې وکولای شو د سولې او آرامۍ په فضا کې د هېواد ښوونیز نظام ته وده او پرمختګ ورکړو او ددې مبارکې ورځې حق په سمه توګه اداء کړو. 

درناوی
ډاکټر محمد میرویس بلخي
د پوهنې وزارت سرپرست