لوګر کې د سواد زده کړو کورسونو لپاره ښوونکي ګمارل کېږي

په لوګر ولایت کې نالوستو کسانو ته د لیک لوست زده کړې د تازه جوړو شویو ۲۰ کورسونو لپاره د ښوونکو د ګومارنې آزموینه واخېستل شوه.
یاد ښوونکي د پوهنې وزارت د لیک لوست معینیت د لارښوونې له مخې د افغان ایډ په نامه د پوهنې د یوې مرستندویه موسسې له خوا د راتلونکو نهو میاشتو لپاره استخدامیږي.
د نوموړو ښوونکو د ګومارنې په ازموینه کې د ۴۴ میرمنو په ګډون شاوخوا ۲۰۰ کسانو برخه اخیستې وه، چې د لوړو او نیمه لوړو زده کړو لرونکي دي. 
د ازموینې له ګډونوالو به د یوې رڼې او شفافې پروسې له لارې ۲۰ تنه پر دندو وګومارل شي، چې له ګومارنې سره به یې شاخوا ۴۰۰ نالوستو کسانو ته د لیک لوست زده کړو زمینه برابره شي. 
دغه ښوونکي په مرکز پل علم پورې اړوند د شش قلعه، خواجه محمد اکبر، هوني سفلي، مهاجرینو ښارګوټي او پښتون آباد سیمو کې، چې د نالوستو کسانو شمېر پکې ډېر دی؛ ګومارل کیږي.
د نوموړو ښوونکو معاشونه، د زده کوونکو درسي کتابونه، قرطاسیه او د اړتیا وړ نور توکي یادې مرستندویه ادارې پر غاړه اخیستي دي. 
په لوګر کې دا مهال د سواد زده کړې ۲۲۰ کورسونه فعالیت لري، چې د ۱۲۴۷ میرمنو په ګډون ۲۸۹۹ نالوستي کسان پکې پر لیک لوست بوخت دي.