لغمان کې ۱۵۰ تنو ښوونکو ته بېلابېل ورکشاپونه جوړ شول

د لغمان ولایت د مرکز او قرغیو ولسوالۍ اړوند ۷۱ تنو ښوونکو او مدیرانو ته د روښان عالي لېسه کې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو. یاد ورکشاپ چې د اې.سي.آر موسسې په مالي لګښت جوړ شوی پکې د بېلابېلو ښوونیزو مسایلو په تړاو ګډونوالو ته مالومات ورکول کېږي.

ددې ترڅنګ د پوهنې ریاست په تالار کې ددې ولایت ۴۱ ښځینه ښوونکو ته د یونیسف موسسې په مالي لګښت او ورته شمېر نورو ښوونکو ته د سلطان غازي بابا په لېسه کې د سویډن موسسي په مالي لګښت د روغتیا ساتنې تر عنوان لاندې ورکشاپونه جوړ شوي دي. 

په دغو ورکشاپونو کې ښوونکو ته د زده کوونکو په ځانګړي ډول د نجونو زده کوونکو د روغتیا ساتنې او له اوسپنې او فولیک اسید ټابلېتونو څخه د ګټې اخیستو په تړاو روزنه ورکول کېږي.