د ملالۍ لېسې ودانۍ پرانېستل شوه او ورزشي لوبډلې یې وستایل شوې

د کابل ښار د ملالۍ عالي لېسې ودانۍ، چې د تېر کال سلواغې میاشتې د صدارت څلور لارې په چاودنه کې زیانمنه او تخریب شوې وه تر بیا رغونې وروسته نن یکشنبه پرانېستل شوه.
د یاد ښوونځي پر بیارغونې او ترمیماتي چارو شاوخوا لس میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د دولت له بودیجې ورکړل شوي دي. د ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د لسو میاشتو په ترڅ کې بیا رغول شوې او نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شوه.
ددې ترڅنګ د یادې لېسې د باسکټبال او والیبال ټیمونه، چې د کابل ښار د نجونو ښوونځيو ترمنځ یې لومړی او درېیم مقامونه ګټلي هم وستایل شول. 
د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او تعلیمي نصاب مرستیال ډاکټر اسدالله محقق جهاني د ښوونځي د بیارغېدو او ورزشي لوبډلو د بریا مبارکي د یاد ښوونځي ټولو ښوونکو او زده کوونکو ته وویله او هیله یې وښوده، چې د نړۍ پر وروستیو علمي لاسته راوړنو ځان سمبال او د هېواد په وده او پرمختګ کې خپله ونډه اداء کړي.
ښاغلي جهاني دغه راز زده کوونکي مطالعې او د کتاب لوستلو کلتور پراختیا ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل، چې د کتابتونونو او نورو علمي او اکاډمیکو سرچینو څخه په ګټه اخیستو خپل عملي مالومات ډېر کړي. 
 د ښوونکو د روزنې او تعلیمي نصاب مرستیال دغه راز د یادې لېسې د باسکټبال او والیبال لوبډلو غوره لوبغاړې د ډالیو او ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایلې.
په ورته وخت کې د مطالعې جشن پروګرام هم په یاده لېسه کې پیل او یو شمېر زده کوونکو ته د غوره مطالعې له امله د پوهنې وزارت د رهبرۍ له لوري ستاینلیکونه ورکړل شول.