هلمند کې ۷۰ تنه ښځینه ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو

د هلمند ولایت د بېلابېلو ولسوالیو ۷۰ تنو ښځینه قراردادي ښوونکو ته د پرموټ ادارې له لوري د ظرفیت لوړونې ۱۲ ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو. په دې ورکشاپ کې ښوونکو ته د بېلابېلو ښوونیزو مسایلو په تړاو روزنه ورکول کېږي.
هلمند کې د پروموټ ادارې مسوول احمدشاه پاڅون وايي، چې یاد ورکشاپ د ښځینه ښوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې یو مهم ګام دی او هیله لري، چې د پام وړ پایلې ولري. هغه زیاتوي، ددې روزنیز ورکشاپ په ترڅ کې ښوونکو ته ښوول کېږي، چې څنګه کولای شي په اسانۍ سره زده کوونکو ته زده کړه انتقال کړي.
د هلمند د پوهنې رییس داود شاه صفاري د یاد ورکشاپ د جوړېدو له امله د پرموټ ادارې څخه مننه وکړه او دا ډول ورکشاپونه یې د ښوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې په برخه کې خورا ګټور وبلل.

نوموړي زیاته کړه، چې ددې ترڅنګ یې په هلمند کې د نجونو د شمولیت او په ښوونځيو کې د نجونو زده کوونکو د ذهني او فکري ودې لپاره جدي هلې ځلې هم پیل کړي دي.  
د یادولو وړ ده، چې پروموټ ادارې تر دې وړاندې هم د یاد ولایت د پوهنې ریاست په ګډه همکارۍ حق الزحمه یي او قراردادي ښوونکو ته ورته سیمنارونه جوړ کړي، چې تردې مهاله یې ښې پایلې لرلي.