څلورو تنو ښوونکو ته دولتي عالي مډالونه ورکړل شول

کابل – پوهنې وزارت
د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي د کابل، کنړ او کاپیسا ولایتونو څلورو تنو ښوونکو ته د "ملالۍ" او "میربچه خان" عالي دولتي مډالونه ورکړل.
پوهنې وزارت د ښوونکو د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو د ستاینې او تقدیر په موخه ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندیز وکړ، چې تر طی مراحلو وروسته د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر بنسټ په ټول هېواد کې ۱۷ تنه ښوونکي د ملالۍ او میربچه خان د عالي دولتي مډالونو وړ وګڼل شول.
د یادو مډالونو د ورکړې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې سرپرست وزیر ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي وویل: د افغانستان راتلونکې د افغانستان د ښوونکو په ګرو کې ده، له همدې امله د ښوونکو د امکاناتو او امتیازاتو د ډېرولو په هڅه کې یو، څو وکولای شو د دوی د اړتیاو له پوره کولو سره د هېواد راتلونکې تضمین او پراختیا ورکړو.
له کابل او کاپیسا ولایتونو څخه مېرمن کریمې هدایت او مېرمن عارفې ته د ملالۍ او له کابل او کنړ ولایتونو څخه استاد جواد او سید امیر ګل ته د میربچه خان مډالونه د پوهنې د سرپرست وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي له لوري ورکړل شول.
ډاکټر بلخي د مډالونو له ورکړې وروسته د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان د پوهنې په وده او پیاوړتیا کې د ښوونکو له نه ستړې کېدونکو هلو ځلو، امانتدارۍ او ریښتینولۍ ستاینه وکړه، ویې ویل: د مکافاتو او مجازاتو مسله جدي نیول کېږي او هغه افراد چې په خپلو ورسپارلو شویو دندو کې وړتیا وښيي او په پوره ریښتینولۍ خپلې دندې پرمخ یوسي، ستاینه او قدردانی به یې وشي.  
ستایل شویو ښوونکو د تېر یوه کال په ترڅ کې د ښوونکو ستونزو او اړتیاو ته د پاملرنې له امله د پوهنې وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه او ژمن شول، چې د هېواد د ښوونیز نظام د ودې او پرمختګ لپاره به له لا جدي هلې ځلې وکړي.
د یادولو وړ ده، چې د پاتې ۱۳ ښوونکو مډالونه به د پوهنې اړوندو ریاستونو له لارې ښوونکو ته ورکړل شي.