ګرده څېړۍ کې یو منځني ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي

د پکتیا ولایت په ګرده څېړۍ کې د پخري منځني ښوونځي د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې. 
د پکتیا پوهنې رییس کوچی ځاځی وايي، چې په دې ولایت کې د پوهنې د متوازن پرمختګ لپاره جدي هلې ځلې پیل کړي او هیله لري، چې په ټوله پکتیا کې زده کوونکي باکیفیته زده کړو او خوندي درسي چاپېریال ته لاسرسی ومومي.
هغه د پوهنې په پرمختګ کې د ولسونو همکاري اړینه وبلله او له هغوی یې وغوښتل، چې په دې برخه کې ورسره لازمه مرسته او همکاري وکړي.
د پخري منځني ښوونځي نوې ودانۍ د راتلونکي یوه کال په ترڅ کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي، چې ۸ درسي ټولګي، دوه اداري خونې او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې به ولري. پر دې ودانۍ شاوخوا ۱۱،۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.