ډاکټر محمد میرویس بلخي د کابل ښار د مکروریانونو له استازو سره ولیدل

د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي نن چهار شنبه په خپل کاري دفتر کې د کابل ښار د مکروریانونو له مشرانو او استازو سره ولیدل. په دې لیدنه کې د یادو سیمو په ښوونځيو کې د موجودو ستونزو او مشکلاتو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.
د مکروریانونو مشرانو او ستازو د خپلې سیمې د معارف په برخه کې د پرمختګونو او یو شمېر ستونزو یادونه وکړه او د پوهنې وزارت له مشرتابه یې وغوښتل، چې د هېواد د تعلیمي نظام ودې او پیاوړتیا ته جدي پاملرنه وکړي. 
ددې لیدنې په ترڅ کې د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي په ټول هېواد کې د پوهنې د ستونزو پر حل ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د هېواد د پوهنیز نظام د ودې او پرمختګ لپاره به جدي هلې ځلې وکړي.