د کابل ښار د نجونو ښوونځيو د باسکټبال غوره لوبغاړې وستایل شوې

د کابل ښار د نجونو ښوونځيو د باسکټبال لوبډلو غوره لوبغاړې د پوهنې د سرپرست وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي له لوري وستایل شوې. 
د پوهنې وزارت د بدني روزنې او روغتیا ریاست په نوښت موده وړاندې د کابل ښار د نجونو د لسو ښوونځيو ترمنځ د باسکټبال لوبډلو ترمنځ خزاني سیالۍ جوړې شوې وې، چې په ترڅ کې د ملالۍ لېسې د باسکټبال ټیم لومړی، د قاري نېک محمد لېسې دویم او د الفتح لېسې درېیم مقام خپل کړ. 
د پوهنې سرپرست وزیر ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي نن چهارشنبه د کابل ښار په عایشه دراني عالي لېسه کې بریالیو لوبډلو ته د مبارکۍ ترڅنګ د یادو لوبډلو غوره لوبغاړې وستایلې او هغوی یې د معارف قهرمان لوبغاړي وبلل. 
ښاغلي بلخي د زده کوونکو د روغتیا ساتنې او د وینې د کمښت مخنیوي په برخه کې د اوسپنې او فولیک اسید ټابلېټونو استعمال خورا مهم وباله او نجونې زده کوونکي یې وهڅولې چې له یادو ټابلېټونو ګټه واخلي او نورې زده کوونکې یې هم خوړولو ته وهڅوي. 
د پوهنې وزارت د بدني روزنې او روغتیا رییس محمد اکبر عمرخېل د یادو سیالیو د جوړېدو موخه د زده کوونکو روغتیا ساتنه او د ښوونځیو ترمنځ د سپورتي کلتور پراختیا وګڼله.
ښاغلي عمرخېل په ښوونځيو کې د سپورت د مسلکي ښوونکو او دغه راز د سپورتي لوبغالو او جمنازیمونو کمښت په دې برخه کې لویې ستونزې وبللې او د وزارت له مشرتابه یې وغوښتل، چې حل ته یې ځانګړې پاملرنه وکړي. 

د یونیسف موسسې استازي نوید کاووسي په دې مراسمو کې وویل، د علم ترلاسه کول له روغتیا سره نېغه اړیکه لري، چې له همدې امله باید د زده کوونکو روغتیا او سلامتۍ ته ځانګړې پاملرنه وشي. هغه زیاته کړه، چې یونیسف موسسه د سپورت او د زده کوونکو د روغتیا ساتنې په برخه کې له ښوونځيو او ورزشکارو زده کوونکو سره هر ډول مرستې ته چمتو ده. 
د غونډې په پای کې د پوهنې وزارت د سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي د یاد ښوونځيو د باسکټبال لوبغاړي د ستاینلیکونو او ډالیو په ورکولو سره وستایل.