بامیانو کې د دوه ښوونځيو نوې ودانۍ پرانېستل شوې

د بامیانو ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې د پنجاب او مهر ښوونځیو نوې ودانۍ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شوې. 
د ښوونځيو د پرانېستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د اقتصاد وزیر ډاکټر مصطفی مستور، د بامیانو والي محمد طاهر زهیر، په کابل کې د هند سفیر ویني کومار، د پوهنې ولایتي مسوولینو، ښوونکو، زده کوونکو او یو شمېر نورو چارواکو برخه لرله. 
د بامیانو والي محمد طاهر زهیر د یادو ښوونځيو د ودانیو له بشپړېدو خوښي وښوده او ددې او ورته نورو پروژو د تمویل له امله یې له دوست هېواد هند څخه مننه وکړه. هغه له ښوونکو او زده کوونکو دغه راز وغوښتل، چې د ښوونځيو د نویو ودانیو ساتلو ته جدي پاملرنه وکړي.
په کابل کې د هند سفیر ویني کومار د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د سلګونو بشپړو شویو او تر کار لاندې پراختیايي پروژو یادونه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې په دې برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. هغه دغه راز ژمن شو، چې د پنجاب ښوونځي کمپیوټر لب به هم په لازمو وسایلو سمبال او تجهیز کړي. 
د یادولو وړ ده، چې د پنجاب د هلکانو ښوونځي نوې ودانۍ د ۲۵،۳ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت او د مهر ښوونځي نوې ودانۍ د ۱۳،۲ میلیون افغانیو په ارزښت په کابل کې د هند سفارت له لوري جوړې شوې دي. د یادو ودانیو له پرانېستو سره د پنجاب ولسوالۍ سلګونه زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شوی دی.
تصویرونه: د بامیانو ولایت مطبوعاتي دفتر