بادغیس کې د زده کوونکو لپاره د لیلیې څلور پوړیزه ودانۍ جوړېږي

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د زده کوونکو لپاره د لیلیې کمپلیکس د جوړېدو چارې د بادغیس د والي عبدالغفور ملکزي، د پوهنې رییس زکریا رحیمي او یو شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو له لوري پیل شوې.
دا ودانۍ، چې د زده کوونکو د اوسېدو لپاره به هر ډول امکانات ولري د راتلونکو دوو کلونو په ترڅ کې یې رغنیزې چارې بشپړېږي. 
د باغیس د پوهنې رییس زکریا رحیمي وايي، چې د لیلیې دغه کمپلیکس پر شاوخوا ۱۰۰۰ متره مربع ځمکه باندې په پاخه او اساسي ډول په څلورو پوړونو کې جوړېږي، چې د ۲۸۴ زده کوونکو د اوسېدو ظرفیت به ولري. د یاد تعمیر پر جوړېدو څه باندې ۴۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له بودیجې څخه ورکول کېږي.
ددغې ودانۍ له جوړېدو سره به د یاد ولایت ډېر شمېر هغو زده کوونکو ته چې د ځینو لاملونو له امله نشي کولای خپلې زده کړې پرمخ یوسي؛ د زده کړو اسانتیاوې برابرې شي.