د زده کوونکو ترمنځ د هنرونو سیالۍ ورستی پړاو تر سره شو

د میدان وردګو ولایت د ښونځیو زده کوونکو ترمنځ د مقاله لیکنې، شاعرۍ، خطاطۍ او رسامۍ پیل شوې سیالۍ د لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو په معرفي کولو سره پای ته ورسیدې. دغه سیالۍ میاشت وړاندې د یاد ولایت د بېلابېلو ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ پیل شوې وې. 

په یاده غونډه کې د میدان وردګو د پوهنې رییس دوکتور محمد سعید منصور، سرپرست والي انجنیر تاج محمد عمري، د ولایتي شورا رییس اختر محمد طاهري، ښوونکو، زده کوونکو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون درلود.

د میدان وردګو د پوهنې رییس دوکتور محمد سعید منصور وايي، دغو سیالیو یوه میاشت وخت نیولی چې پنځه پړاونه یې درلودل او په دې لړ کې موږ وتوانیدو چې د زده کوونکو ترمنځ ښه استعدادونه پیدا کړو.
ښاغلي منصور ممتازو زده کوونکو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ ترڅنګ له لومړي تر درېیم مقام ګټونکو ته ستاینلیکونه او ډالۍ هم ورکړې. 

د میدان وردګو سرپرست والي انجنیر تامحمد عمري هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د زده کوونکو ترمنځ د دا ډول سیالیو جوړول د زده کوونکو په ذهني او فکري وده او پیاوړتیا کې یو مثبت ګام وباله او په دې برخه کې د پوهنې ریاست د مشرتابه له هلو ځلو ځانګړې مننه وکړه.