د پوهنې وزارت سرپرست د امریکا د بهرنیو چارو له معینې سره وکتل

شنبه-واشنګټن: د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي امریکا ته د خپل سفر په لړ کې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې انې فورمېژر سره وکتل. 
پوهنې وزارت سرپرست په دې کتنه کې په افغانستان کې د پوهنې د برخې ستونزو او لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او د هغو مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه، چې تر دې مهاله له پوهنې وزارت سره شوې دي. د وزارت سرپرست ډاډ ورکړ، چې یادې مرستې به په اغېزناک ډول مصرفېږي او د نړیوالو په تېره بیا امریکا د خلکو باور به نه زیانمنېږي.
د پوهنې وزارت سرپرست په ناسته کې د کوربه چارواکو هغه اندېښنې هم ځواب کړې، چې په افغانستان کې د مرستو د مصرف په اړه موجودې وې. ښاغلي بلخي ټینګار وکړ، چې د مرستو هر مبلغ په خپل ځای د افغانستان له ودې سره مرسته کوي، چې دا د پوهنې وزارت لوی هدف دی.
په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د پوهنې وزارت له سرپرست سره د شوي مجلس په اړه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې په دې کتنې سره یې د وضعیت د تحلیل په اړه سوچ بېخي بدل شو. نوموړې وویل، چې نه یوازې له افغانستان سره به مرستو ته دوام ورکوي، بلکې په نړیواله کچه به د افغان پوهنې لپاره د کمپاین په برخه کې هم مرسته کوي. دوی په دې اړه له پوهنې سره د مطبوعاتي او تبلیغاتي چارو د پرمختګ په برخه کې هم ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د پوهنې وزارت د سرپرست لخوا وړاندیز شوې طرحې ورته جالبې او د منلو دي.
پوهنې وزارت سرپرست هم له افغان پوهنیز سیستم سره د امریکا او نورو مرستندویه هیوادونو د لاسنیوي مننه وکړه او هیله یې وښوده، چې پوهې وزارت وکړلای شي په دې مرستو د افغانستان ټولو د ښوونځي د عمر ماشومانو ته تعلیمي خدمات ورسوي.