پوهنې وزارت سرپرست د USAID له مشرې سره وکتل

شنبه- واشنګټن: د پوهنې وزارت سرپرست، چې واشنګټن ته په یوه رسمي سفر تللی، د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د USAID افغانستان د برخې له مشرې کري فریمن او ورسره همکارانو سره یې وکتل. 
ډاکټر محمد میرویس بلخي د هغو مرستو مننه وکړه، چې یادې ادارې له افغان پوهنې سره کړي او ددې مرستو د دوام غوښتونکی شو. پوهنې وزارت سرپرست ټینګار وکړ، چې ددې مرستو پر مټ پوهنه تر پخوا ډېره ښه شوې او دغه ډول مرستې یې لا نوره هم ښه کولای شي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د مرستندویه ادارو او هیوادونو لخوا شوې مرستې په پوره شفافیت او ښه ډول ولګول شي او ترڅنګ یې ډاډ ورکړ، چې افغان ولس به ددې مرستو مننه کله هم هېره نکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا د پراختیايي ادارې مشرې ددې ترڅنګ، چې د پوهنې وزارت سرپرست ته ښه راغلاست وویل، ټینګار وکړ، چې له پوهنې وزارت سره به خپلې هڅې غځوي او ژمنه یې وکړه، چې هیواد به یې د افغانانو لاسنیوی پرېنږدي. نوموړي په ورته وخت کې غوښتنه وکړه، چې یادې مرستې په ښه ډول عملي او وروستی تاثیر یې پر افغان ماشومانو او وګړو ولیدل شي. 
د امریکا پراختیايي اداره یوه له هغو ادارو ده، چې له پوهنې وزارت سره په مختلفو برخو کې هرکال مرستې کوي.