پوهنې وزارت سرپرست له امریکا مېشتو افغانانو سره وکتل

د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي په امریکا کې د مېشتو افغانانو له کمېټې سره کتنه وکړه. 
په دې کتنه کې د افغانستان د پوهنې د وضعیت په اړه مالومات ورکړل شول او هغه پرمختګونه او ستونزې یادې شوې، چې دا مهال د پوهنې په برخه کې موجودې دي. د پوهنې وزارت سرپرست له امریکا مېشتو افغانانو غوښتنه وکړه، چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د پوهنې ملاتړ او لاسنیوی وکړي. 
د پوهنې وزارت سرپرست په ورته وخت کې هغه طرحې او وړاندیزونه هم واورېدل، چې هلته د اوسېدونکو هیوادوالو لخوا مطرح شول.
په امریکا کې د افغان کډوالو کمېټې د پوهنې وزارت له سرپرست سره کتلو باندې خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې په پوره شوق او علاقې سره د هیواد له پوهنیزې برخې سره مرستې کوي. دوی هلته د موجود تعلیمي سیستم یادونه وکړه او هغه ښې تجربې یې شریکې کړې، چې دوی په امریکا کې لیدلې دي. 
یادو افغانانو هم د نورو ټولو په ډول پوهنه د افغان ستونزو د حل یوازنۍ لار وبلله او د پوهنې وزارت له سرپرسته یې مننه وکړه، چې په دې برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.