لوګر کې ۳۵ ښځینه ښوونکې وروزل شوې

د لوګر ولایت د نجونو د بېلابېلو ښوونځیو ۳۵ ښځینه ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې په برخه کې ځانګړې روزنه ورکړل شوه.
یادو ښوونکو ته د افغان میرمنو د ظرفیت لوړونې پروګرام له لارې ۱۳ ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شوی و، چې موخه یې د ښوونکو مسلکي او تدریسي ظرفیت لوړول و. 
په روزل شویو ښوونکو کې د مرکز پل علم، محمدآغې، خوښۍ، او بره کي برک ولسوالیو د نجونو ۲۰ ښوونځیو ۳۵ ښځینه ښوونکې شاملې دي. 
نوموړو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې او اغیزمن تدریس په برخه کې زده کړې ور کړل شوې، چې په ښوونځيو کې به د تدریس پر مهال عملي ګټه ترې واخلي.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال له یادو ښوونکو وغوښتل، چې د ورښودل شویو زده کړو په پام کې نیولو سره د ښوونځیو په درسي بهیر کې اصلاحات راولي.
د پوهنې رئیس زیاته کړه، په پام کې لري چې د روزنې دغه لړۍ روانه وساتي او پاتې نورو ښوونکو ته هم ورته روزنیز ورکشاپونه جوړ کړي. 
د لوګر د پوهنې ریاست د روان کال له پیله د خپلو ښوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره ځانګړي روزنیز ورکشاپونه په لاره اچولي، چې تر اوسه له زرو ډېر ښوونکي د ظرفیت لوړونې په برخه کې روزل شوي دي.