پکتیا کې پنځه ښوونځي بیا رغول کېږي

د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز په ګډون په څمکنیو، احمد آبا او سید کرم ولسوالیو کې د پنځو ښوونځيو د ترمیم او بیا رغونې چارې پیل شوې. په یادو ښوونځیو کې له احمد آبا څخه د مالي خېلو نجونو ښوونځی، په مرکز کې د خواجه حسن او حلیم کلا، په څمکنیو کې د سیمین اکبري او په سیدکرم ولسوالۍ کې د خڼخیلو ښوونځی شامل دي.
د پکتیا د پوهنې رییس استاد کوچی ځاځی وایي، چې یاد ښوونځي د درې میلیونو افغانیو په ارزښت بیارغول کېږي او هڅې یې دادي، چې ددې ولایت ټولو زده کوونکو ته خوندي او منظم تدریسي چاپېریال رامنځ ته کړي. 
نوموړی زیاتوي، چې د پکتیا پوهنې ریاست په دې ولایت کې د پوهنې د متوازنې ودې او پیاوړتیا په موخه جدي هلې ځلې کوي او ډاډ درکوي، چې د یادو ښوونځیو تر څنګ به نور ښوونځي هم ترمیم او بیاورغوي. د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په یاد ولایت کې د یو شمېر ښوونځيو ودانۍ بیارغول شوي دي.