د خال محمد شهید عالي لېسه کې کمپیوټر لب فعال شو

د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند د خال محمد شهید په عالي لېسه کې کمپیوټر لب فعال او د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شو. د کمپیوټر زده کړې دغه ټولګی د کمپیوټر مضمون د عملي زده کړو په موخه د پاملرنې نړیوالې موسسې له لوري جوړ شوی دی. 
یاد کمپیوټر لب چې پر ۸ پایې لپټاپ کمپیوټرونو او لمریز «سولر» سیستم سمبال دی د یادې موسسې ۶۱۹ زره افغانۍ پرې لګېدلي دي. 
د کاپیسا د پوهنې رییس عبدالعلیم عیار د کمپیوټر د عملي زده کړو په برخه کې د یاد ټولګي جوړېدل یو مهم ګام وباله زیاته یې کړه، ددې لېسې زده کوونکي تر دې مهاله د کمپیوتر له عملي زده کړو محروم وو او د کمپیوټر او عصري علومو زده کړې ته یې شدیده اړتیا درلوده، چې د یاد ټولګي له جوړېدو سره به یادې ستونزې هوارې او زده کوونکي وکولای شي په عملي ډول د کمپیوټر مضمون زده کړي. هغه دغه راز د یاد کمپیوټر لب د جوړېدو له امله د پاملرنې له موسسې څخه مننه وکړه او هیله وکړه، چې ددې مهمو ټولګيو جوړېدل د کاپیسا نورو ښوونځيو ته هم وغځوي. 
د یاد ولایت د پوهنې رییس دغه راز له ښوونکو او زده کوونکو وغوښتل، چې له یادو وسایلو او تجهیزاتو څخه په عملي زده کړو کې اعظمي ګټه واخلي او ساتنې او مراقبت ته یې هم جدي پاملرنه وکړي.