کندهار کې ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

د کندهار ولایت د بېلابېلو ښوونځيو ۱۰۶ ښځینه قراردادي ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ۱۲ ورځنی ورکشاپ جوړ شو. یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې ریاست له لوري د کندهار د پروموټ ادارې په مالي مرسته جوړ شوی، چې په ترڅ کې به یې ګډونوالو ښځینه ښوونکو ته په بېلابېلو ښوونیزو برخو کې روزنه ورکړل شي.
د کندهار د پوهنې ریاست مسوولین وايي، یاد ورکشاپ یې د هغو ښځینه ښوونکو د کاري او تدریسي ظرفیتونو د لوړولو په موخه جوړ کړی، چې په دې وروستو کې د باالمقطع قراردادي ښوونکو په توګه ګمارل شوي دي. دوی د ورکشاپ له ګډونوالو ښوونکو وغوښتل، چې یادېدونکي مسایل په سمه توګه وڅاري او د تدریس پر مهال یې په ښوونځيو کې عملي کړي. 
په دغه ورکشاپ کې په ټولنیزو چارو کې د کندهار مرستیال والي حاجي آغا لالي دستګیري، د ښوونکو د روزنې عالي موسسې رییس عبدالخالق پوپل، د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو آمر محمد طاهر آیوبي، د کندهار پروموټ ادارې مسوولینو او یو شمېر نورو چارواکو برخه اخیستې وه.