افتتاح تعمیر متوسطه نسوان "کوچه زرد" در بادغیس

د بادغیس ولایت په آبکمري ولسوالۍ کې د «کوچه زرد» د نجونو عالي لېسې نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شوه.
د ښوونځي نوې ودانۍ، چې د هندوستان هېواد په مالي مرسته جوړه شوې د یادې ولسوالۍ سلګونو نجونو زده کوونکو ته یې د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر کړی دی.
د بادغیس د پوهنې رییس ډاکټر زکریا رحیمي د یادې ودانۍ پرانېستل ددې ولسوالۍ د پوهنې کیفیت لوړېدو برخه کې یو مهم ګام وباله او له زده کوونکو او د سیمې له اوسېدونکو یې وغوښتل، چې ساتنې او مراقبت ته یې جدي پاملرنه وکړي. 
د ښاغلي رحیمي په وینا، چې یاد ښوونځي ته د هندوستان په مالي مرسته د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت نوې دوه پوړیزه ودانۍ جوړې شوې، چې ۱۴ درسي ټولګي، اداري او د کمپیوټر، لابراتوار او کتابتون خونې، د احاطې دېوال او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې اسانتیاوې لري. په دې ودانۍ کې پر یو وخت شاوخوا ۷۰۰ زده کوونکي زده کړې کولای شي. 
د یادولو وړ ده، چې په یاد ښوونځي کې روان کال ۳۱۷ زده کوونکي د ۱۲ تنو ښوونکو له لوري پر زده کړو بوخت دي، چې د نوې ودانۍ له جوړېدو او پرانېستو سره ورته خوندي درسي چاپېریال برابر شوی دی.