حلیمه خزان د نجونو عالي لیسه کې کتابتون پرانېستل شو

د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز اړوند حلیمه خزان د نجونو عالي لېسه کې د مطالعې د ودې او پراختیا په موخه د ایشیا فونډېشن موسسې له لوري کتابتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. یاد ښوونځي چې د جنوب ختیځ زون په کچه یې د مطالعې دود په پروګرام کې لومړۍ مقام تر لاسه کړی، د کتابتون له جوړېدو سره به په دې برخه کې نور پرمختګ هم وکړي. 
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې کې د پکتیا د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي وویل، چې د کتابتون شتون به ددې ښوونځي په زده کوونکو کې د مطالعې دود لا ژوندی کړي. نوموړي زیاته کړه، د جنوب ختیځ زون په سطحه د حلیمه خزان عالي لیسې د مطالعې دود په پروګرام کې لومړۍ مقام تر لاسه کړی دی، چې دا ددې ښوونځي او د پوهنې ریاست لپاره د ویاړ او افتخار ځای دی.
د یاد ښوونځي آمرې مېرمن نسرین د کتابتون له جوړېدو خوښي وښوده او هغه یې د هغو بې وزلو زده کوونکو لپاره ډیر ګټور وباله چې د اقتصادي ستونزو له امله له بازار څخه کتاب نه شي ترلاسه کولای.
د ایشیا فونډېشن مسؤل ښاغلي صافي د یاد کتابتون د چارو پر بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې اداره به یې ددې ولایت په نورو ښوونځيو کې هم ورته کتابتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري.