لوګر کې د ۴ ښوونځیو شوراګانو ته روزنه ورکول کېږي

د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د ۴ ښوونځیو شوراګانو ۴۴ غړو ته، چې دیني عالمان او قومي مشران هم پکې شامل دي د پوهنې بهیر په ملاتړ روزنه ورکول کېږي.
یاد روزنیز ورکشاپ د پوهنې وزارت د ټولنیز خوځښت او شوراګانو ریاست له خوا پیل شوی، چې درې ورځې به دوام وکړي. 
په دې ورکشاپ کې ۴۴ دیني عالمانو او قومي مشرانو برخه اخیستې، چې د دوبندي، شیرعلم،آخندخیل او ګنډاب د ښوونځیو شوراګانو فعال غړي دي. 
یادو شوراګانو ته به د پوهنې بهیر په ملاتړ د یو شمېر مهمو ښوونیزو مسایلو په تړاو روزنه ورکړل شي، چې له روزلو سره به یې په یاده ولسوالۍ کې د پوهنې وضعیت لاښه شي. 
له دې مخکې هم د یادې ولسوالۍ د ۱۶ ښوونځیو په شوراګانو کې شامل ۱۷۶ دیني عالمانو او قومي مشرانو ته ورته روزنه ورکړل شوې ده. 
د ښوونځیو شوراګانې د پوهنې قانون د اته څلوېښتمې مادې پر بنسټ جوړې شوي، چې هره شورا یې ۱۵ غړي لري.