میدان وردګو کې له پوهنې د ملاتړ لویه غونډه جوړه شوه

له پوهنې څخه د ملاتړ کال په ترڅ کې د میدان وردګو ولسونو او سیمه ییزو چارواکو له پوهنې د ملاتړ لویه ولسي غونډه جوړه کړه. 
د غونډې ټولو ګډونوالو په یوه خوله له معارف څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او ډاډ یې ورکړ، چې په دې ولایت کې به د پوهنې د هر اړخیزې ودې او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
یاده غونډه د میدان وردګو د والي ډاکټر شاه جهان، د پوهنې رییس ډاکټر سعید منصور، د ولایتي شورا د غړو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او یو شمېر نورو چارواکو په ګډون جوړه شوې وه.