د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالي یو تن اوسېدونکي حاجي جبار خپله دوه جریبه ځمکه د ښوونځي لپاره وقف کړه.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې دې سپینږیري بابا په کلي کې تر ټولو کمه ځمکه درلوده، خو له پوهنې سره د مینې او لوړ احساس له امله یې خپله زراعتي ځمکه د ښوونځي لپاره د پوهنې ریاست ته ډالۍ کړه.
پر یاده ځمکه که به د ګل غونډۍ د نجونو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شي. 
تر دې وړاندې هم د یاد ولایت اوسېدونکو له پوهنې څخه د ملاتړ کال په ترڅ کې له معارف سره شاوخوا ۲۰،۷ میلیونه افغانۍ مرسته کړې وه.