لغمان کې د سلطان غازي بابا ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د سلطان غازي بابا ښوونځي نوې ودانۍ او د هرمل ښوونځي احاطوي دېوال د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. پر یادو دواړو پروژو د دولت د غیرې مشروطې بودیجې څه باندې ۱۲،۷ میلیون افغانۍ لګېدلي دي. 
د لغمان والي ښاغلي محمد آصف ننګ د یادو پروژو له پرانېستو خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ، چې په دې ولایت کې به د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره جدي هلې ځلې وکړي. 
د یاد ولایت د پوهنې رییس عبدالله حمیدي وايي، د سلطان غازي بابا ښوونځي ته د یو کال په موده کې په پاخه او اساسي ډول نوې ودانۍ جوړه شوې، چې د لابراتوار او کمپیوټر خونو په ګډون ۶ تدریسي او دوه اداري خونې، ۳۳۴ متره د احاطې دېوال، د اوبو څښلو څاه، ۶ تشنابونه، د زده کوونکو لپاره ۱۲۰ پایې مېز او څوکۍ او نورې اړوندې ښوونیزې آسانتیاوې لري.
ښاغلی حمیدي زیاتوي، چې ددې ترڅنګ یې د هرمل ښوونځي ته د ۴۰۱ متره په اوږدوالي او دوه نیم متره په لوړوالي د احاطې دېوال هم جوړ کړی، چې له پرانېستو سره یې د یاد ښوونځي زده کوونکو ته د خوندي درسي چاپېریال زمینه برابره شوه.
د سیمې اوسېدونکو او زده کوونکو د ښوونځي د نوې ودانۍ له پرانېستو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې ساتلو او مراقبت ته به یې جدي پاملرنه کوي.