ځاځي آریوب کې د نجونو یو ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ اړوند د ګل غونډۍ د نجونو ښوونځي نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخستنې ته وسپارل شوه. دغه ودانۍ د آریوب خیریه بنسټ له لوري په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې، چې د سیمې سلګونو نجونو زده کوونکو ته پکې د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شوی دی. 
د پکتیا د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي د یاد خیریه بنسټ دا چاره، چې د نجونو ښوونځي ته یې ودانۍ جوړه کړه د خورا ستایلو وړ وبلله او ترڅنک یې د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل، چې ساتلو او مراقبت ته جدي پاملرنه وکړي. 
د آریوب خیریه بنسټ استازي حاجي عبدالقدیر ځاځي د نجونو لپاره د ښوونځي له جوړېدو خوښي وښوده ویې ویل:« زه چې کله دې سیمې ته راغلم او د نجونو د زده کړو چاپېریال مې ولید له ځان سره مې وپتیله چې ددې زده کوونکو لپاره باید د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شي. همغه و، چې ددې ودانۍ د جوړولو چارې مو پیل او دادی نن مو پرانېستله.»
هغه دغه راز د سیمې له خلکو وغوښتل، چې د بې سوادۍ او جهالت د له منځه وړلو لپاره خپلې لوڼې او خویندې زده کړو ته پرېږدي. 
د سیمې یو تن قومي مشر حاجي ملنګ یار د پوهنې ریاست له هلو ځلو او یاد خیریه بنسټ څخه مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې ددې سیمې د زده کوونکو لپاره د ښوونیزو خدمتونو په برابرولو کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي. نوموړي دغه راز ډاډ ورکړ، چې په خپلو سیمو کې به د پوهنې د هر ډول پروګرامونو عملي کېدو ته زمینه برابره کړي. 
د یادولو وړ ده، چې د یادې دوه پوړیزې ودانۍ پر جوړولو شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې ۱۳ درسي ټولګي او اداري خونې او دغه راز نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې لري. اوسمهال په یاد ښوونځي کې شاوخوا ۳۰۰ نجونې د یوې ښې راتلونکې په موخه خپلې زده کړې پرمخ وړي.